IQNA

د پاکستان د ۵۰۰ انجونو  د بلوغت عمر ته د رسیدا جشن ترسره شو

8:09 - January 06, 2024
د خبر لمبر: 3488525
ایکنا- د عباسی مقدس آستان د استازو دپلاوی په شتون سره ، دپاکستان به اسلام اباد کې د پنځه سوه انجونو زده کونکو د بلوغت  دعمر د جشن دستورې ترسره شوې.

ایکنا نیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ، په پاکستان کې د عباسی مقدس آستان د نمایندګانو د پلاوي په شتون سره  د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې د کلیزې  سره په یووخت  د پنځه سوه  انجونو زده کونکو د بلوغت عمر ته د رسیدا  جشن ولمانځل شو.

په دغو دستورو کې  چې د حضرت فاطمة الزهراه سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې د کلیزې د درنښت  د میرمنو په لومړنۍ  ځانګړي جشنوارې چوکاټ کې ترسره شوې ،د اسلام اباد د الکوثر پوهنتون په ملګرتیا سره د عباسی مقدس آستان دکلتوري چارو د ا دارې ترنظر لاندې  ترسره شوې.

په دغه جشن کې د انجونو د جمې لمونځ ، د عباسۍ مقدس  آ ستان ددیني چارو د دبرخې د مشر شیخ صلاح الکربلائي او دنورو غړو  ویناوې،د شیخ محسن نجفي ، شیخ انور النجفی  ویناوې او مذهبی سرود شامل وو.

شیخ صلاح الکربلائي پخپلې وینا کې ووئيل،  د عباسی مقدس آستان دد قانوني متولي  حجةالاسلام  احمد الصافی فرمانونو ته په پام سره  داسې مهمې دستورې تربیب شوي چې  په پاکستان کې دلومړي ځل لپاره د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت  د هغو انجونو د ستاینې اوقدرونې لپاره چې  دبلوغت عمر ته رسیدلي دي ترسره شي.

 هغه په دوام کې ووئيل،  دغه جشن د خلکو په یوې په زړه پورې معنوي فضا کې  په پراخ او پرتمین  شتون سره  په اسلام اباد او شاوخوا ښارونو کې د مومنو انجونو د حجاب او سکارف شاهدان وو او ددغو دستورو د ترسره کیدا موخه ، په  انجونو کې د اسلامی کلتور پیاوتیا او  خپلو دینی تعلیماتو ته د دوي پابندۍ  ته هڅول  او د اسلامی ټولنې په جوړولو کې  دمسلمانو میرمنو د مهم رول درنښت دی .

د الکربلائي په وینا، عباسی مقدس آستان  د خپلو لیدتوګو په اساس  د بلوغت عمر  او حجاب پشمول په ټولنې کې د سمو افکارو د پراختیا لپاره  د ډيرو مذهبی ،کلتوري او فکري فعالیتونو  ملاتړی دی .

دغه دستورې له هغو  کسانو څخه د عباسی مقدس آستان د قدرونې اوستاینې  سره  چې ددغې جشنوارې دبریالیتو ب لپاره ئې هڅه کړې ده ، او دغه راز د جشنوارې د ترسره کونکو له خوا د عباسی مقدس آستان د پلاوي په قدرونې اودرنښت سره پاي ته ورسیدې.

https://iqna.ir/fa/news/4191491  

captcha